په ایران کې د ۲۵۰زره ډالرو په ارزښت پانګونه، دا هیواد ۵ کلنه اقامه هم ورکوي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۶چنګاش، ۱۳۹۸)
ایران هغه چا ته چې په دې هیواد کې د ۲۵۰زره ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي، ۵کلنه اقامه ورکوي.
د ایران د ولسمشر حسن روحاني لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د ۲۵۰زره ډالرو په ارزښت چې کوم کسان په دې هیواد کې پانګونه کوي، باید ۵ کلنه اقامه هم ورکړل شي.
ویل کیږي دا چاره به په راتلونکې یوه میاشت کې پیل شي.
تهران دا اعلان وروسته له هغه کوي چې د امریکا لخوا له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دی، خو د راپورونو پر اساس چې د امریکا بندیزونو ته په کتو د ایران داخلي حالت عادي دی او داسې ښکاري چې بندیزونو کوم اغیز نه دی پرې کړی.
ایراني چارواکي هم وخت ناوخت وایي چې په تهران به د واشنګټن بندیزونه او فشارونه هېڅ اثر ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې ایران نن د اتومي تړون د ماتیدو اعلان هم وکړ، امریکا تر اوسه د ایران د دې نویو اقداماتو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.



