میدان وردګ: ګډو ځواکونو په روغتون عملیات کړي؛ ډاکټر او څلور ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۸)

د میدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په يوه روغتون عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د ډاکټر په ګډون څلور ملکيان وژلي دي.

دغه عمليات تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط په ګوډه کلي او د تنګي په سيدانو روغتون ترسره شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، د چاپې عسکرو د روغتون یو تن ډاکټر یاسین، د روغتون مدير سلطان حميد، د روغتون خدمت کوونکی او د عطاءالله په نوم یو تن چې د پايوازۍ لپاره دغه روغتون ته راغلی و، وژلي دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي، دغه عمليات د بهرنيو او افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي زیاتوي چې د همدغه روغتون یو تن ډاکټر يې د بندي په توګه له ځان سره هم وړی دی.

دوی له ښار او بازاره ليرې دي نو خپل ناروغان به يې همدې روغتون ته د تداوۍ لپاره راوړل خو دا چې عسکرو مو پر روغتون حمله وکړه نو خلک ويريدلي دي.

دغه راز د چاپې عسکرو په برګوډه کلي کې هم عملیات کړي او د عامو خلکو شخصي وسایط، موټرې او موټرسيکلونه يې سوځولي دي.

که څه هم په وروستيو کې د بيلابيلو ولايتونو خلکو د شپنيو عملياتو د بنديدو غوښتنه وکړه چې په وينا يې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي خو تر اوسه چارواکو او اړونده مسؤولينو د دغه عملياتو د بنديدو په تړاو لازم اقدامات نه دي کړي او لا هم دملکي خلکو د مرګ ژوبلې لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button