(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۸)
د بغلان ولايت په پلخمري ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د کوچنيانو په شمول د يوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي چې په غبرګون کې يې د سيمې خلکو لاريون کړی دی.
پيښه تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د دوهمې حوزې په کتب خيلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي اوسيدونکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بمبار کې یو کور ویجاړ شوی، د کور خاوند ټپي، ميرمن يې، دوه لورګانې او څلور کوچني زامن يې شهيدان شوي دي.
د دغه بريد او ملکي خلکو د وژل کيدو په تړاو د سیمې خلکو نن سهار لاريون کړی او د کابل- شمال لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
لاريون کوونکي د وژل شويو کوچنيانو جسدونه له ځانونو سره راوړي او د امريکا او ګډ حکومت پر خلاف يې شعارونه ورکول او پر ملکیانو د بمبار او شپنيو عملياتو د بنديدو غوښتنه يې کوله.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره شپه ګډو ځواکونو د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د یوه ډاکټر په شمول څلور تنه وژلي چې دوه پکې د کلينيک کارکوونکي او یو پايواز دی.

















