(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۸)
د کندز ولايت به امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر يوه پوځي قرارګاه وسله وال برید کړی چې په ترڅ کې يې قرارګاه د طالبانو لاسته ورغلې او له شلو زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په قرغان تپه سيمه کې ترسره شوی دی.
د کندز يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، سيمه کې دوه پوځي قرارګاوو شتون درلود چې د (معلم ترک مکتب) قرارګاه په مکمله توګه د طالبانو لاسته ورغلې او د قرغان تيپې پر قرارګاه هم جګړه شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دواړو قرارګاوو کې له شلو زيات عسکر وژل شوي، یو شمير لادرکه او لسګونه نور ټپيان دي چې لا هم د جګړې پر ځآی پاتې دي.
طالبانو د بريد پخلی کړی، کابل ټکی کام ته يې په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په سيمه کې یو بيس يې په مکمله توګه نيولې او د قرغان تيپې بيز نوي سلنه نيول شوی او تر کلابندۍ لاندې دی.
خبرباڼه کې راغلي، چې د جګړې په ترڅ کې اته ويشت عسکر وژل شوي، شپاړلس ټپيان او لس تنه طالبانو ژوندي نيولي دي.
طالبان وايي، د جګړې په پايله کې اتلس ميله لويې او وړې وسلې، څلور ټانګونه او په زياته اندازه مهمات طالبانو ته په لاس ورغلي او ځينې نورد عسکرو وسایط سوځول شوي دي.
خبرباڼه کې د یو طالب د وژل کيدو او درې نورو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

















