کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
امریکا کې د بریتانیا سفیر کېم داروک ددې هېواد په ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت لفظي بریدونه کړي دي.
کېم وروسته له هغه خپله استعفا اعلان کړې چې پر ټرمپ یې سختې نیوکې وکړې او د هغه غوسه یې وپاروله.
کېم په خپل استعفا لیک کې لیکلي، اوسنی وضعیت د ده د کار لپاره مناسب نه دی، نو بناً باید خپل ځای بل سفیر ته پرېږدي.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریزا مې وایي، له سفیر سره يې د هغه د استعفا په اړه خبرې کړې دي. هغې ویلي، بدبختانه چې کېم هلته کار نه کوي خو اوس لپاره به ښه وي چې هغه خپله دنده پرېږدي.
نوموړی خپله استعفا وروسته له هغه اعلانوي چې ټرمپ یې بې منطقه، بې کاره او یو بې ثباته شخص یاد کړی دی او د هغه حکومت یې غیر فعال بللی.
د نوموړي تر دې خبرو وروسته ټرمپ وویل چې له دې وروسته په واشنګټن کې د برتانیا له سفیر سره کاري رابطه نه ساتي ځکه چې په خبره یې هغه یو احمق انسان دی.
وخت ناوخت دیوشمېر هېوادونو ولسمشران، وزیران، سفیران اودولسمشرټرمپ انتخاباتي رقیبان په نوموړي کلک انتقادونه کوي، چې دې لړۍ په دې وروستیو کې خورا وسعت موندلی.


















