روغتيا وزارت: شپږديرش سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۴)
د عامې روغتيا وزارت وايي، د ډيرو هڅو سربيره لا هم شپږديرش سلنه افغانان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل، چې مخکې د خوارځواکۍ کچه شپيته سلنه وه خو په وينا يې د سکټوري وزارتونو په هڅو دغه فيصدي شپږديرش ته راټيټه شوې ده.
هغه وويل: “په هيواد کې مو د خوارځواکۍ ۶۰ سلنه ستونزه درلوده،دا یوه خاموشه غميزه ده، د هڅو په نتيجه کې د سختې خوارځواکۍ دغه فيصدي له شپېتو ۳۶ فیصدو ته راښکته شوې، دا د درک وړ مسئله ده، خو دغه ۳۶ فیصده خوارځواکي لوړ رقم دی”.
په عین حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید اقا حسین سانچارکي له رسنيو وغوښتل چې د خوارځواکۍ او بېوزلۍ پرضد د مبارزې لپاره په عامه پوهاوي کې همکاري وکړي.



