ملګري ملتونه: افغانستان ته راستانه شوي کډوال له زياتو ستونزو سره مخ دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۴)
په نړيوال بانک او کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، ډيری هغه کډوال چې له پاکستانه افغانستانه راستانه شوي نسبت هغو کډوالو ته چې پاکستان کې ژوند کوي له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په په اعلاميه کې راغلي، چې د راستانه شويو کډوالو لويې ستونزې بيکاري، اقتصاد، د ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو نشتوالی هغه ستونزې دي چې افغانان ورسره مخ دي.
راپور کې راغلي، چې د راستانه شويو کډوالو درېيمه برخه يې د خپلو ولايتونو پر ځای په کابل او ننګرهار کې ميشت شوي چې نسبت هغو کډوالو ته ډيرې ستونزې لري چې خپلو ولايتونو ته تللي دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له اړوندو ادارو غوښتي چې د دغه کډوالو ستونزو د ليرې کولو لپاره هراړخيز او بيړني ګامونه واخستل شي.
په عين حال کې د افغانستان د کډوالو او راستنيدونکو چارو د وزارت وياند مرستيال رضا باهر وايي، د تيرو څلورو کلونو په موده کې يې د راستنو شويو یولک او شل زره کډوالو لپاره مؤقتي کارونه برابر کړي و خو هغوی اوس بيرته بيکاره شوي دي.
نوموړی زياتوي، کډوالو ته د کار او ځای پيدا کولو لپاره له بیلابيلو نړيوالو بنسټونو سره يې پر دوو برنامو کار پيل کړی دی.
په وروستيو کلونو کې له ايران او پاکستان څخه د درې لکو په شاوخوا کې کډوال خپل هيواد ته راستانه شول چې ډیری يې د بې کارۍ او فقر لاندې ژوند کوي او زياته برخه ځوانان يې اروپايي هيوادونو ته په قاچاقي لارو تللي او یو زيات شمير لا هم په هيواد کې بيکاره دي.



