حسن روحاني: اکه امریکا بدمعاشي او غیر قانوني اقدامات بند کړي؛ خبرې ورسره کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۴)
د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، چې امريکا سره خبرو ته تيار دي خو شرط يې دا دی چې لومړی به بدمعاشي بنده او له غير قانوني اقداماتو لاس په سر شي.
د نوموړي دغه وړانديز د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيو له لوري رد شوی دی.
پمپيو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، چې دا د ایران د ولسمشر هغه وړانديز دی چې تر دې مخکې يې جان کري او بارک اوبا ته هم کړی و.
امريکا تير کال له ایران سره د ۲۰۱۵کال له اټمي تړونه ووتله او پر ايران يې بنديزونه ولګول چې له هماغې راهيسې د دواړو هيوادونو تر منځ ناندرې روانې دي.



