کندهار: نفوذي بریدګر ۶ تنه پولیس وژلي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۳چنګاش، ۱۳۹۸)

کندهار کې درې تنو نفوذي بریدګرو خپل شپږ ملګري پولیس وژلي دي.

دا پیښه د دې ولایت د ارغستان ولسوالۍ د کافر بند په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر د دې برید مسؤلیت منلی دی.

“‏‎تیره شپه د کندهار ارغستان ولسوالۍ د کافر بند په سیمه کې۳ تنو نفوذي مجاهدینو په پوسته کې د لالا قومندان په ګډون چې د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وو، ۶ تنه عسکر په پوسته کې ځای پرځای ووژل او دوی له ۸ میله وسلو ۱ وټس موټر او ډیرو مهماتو سره یو ځای مجاهدینو ته په خیر او عافیت سره را ورسیدل”

امنیتي سرچینو رسماً تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو یوې پټې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط دا خبر تائید کړی دی.

طالبان ډیری وخت ورته بریدونه کوي او امنیتي ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله پکې اوړي .

مربوطه مطالب

Back to top button