بدخشان: د لاجوردو ستر کان د طالبانو لاس ته ولیدلی

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۵چنګاش، ۱۳۹۸)
د رسنیو د راپورونو له مخې چې په بدخشان کې د لاجوردو یو ستر کان د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
یاد کان له شدیدې جګړې وروسته د حکومت له کنټروله وتلی او د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی دی.
د لاجوردو دغه ستر کان د بدخشان په کران منجان ولسوالۍ کې دی.
ولایتي سرچینو هم یاد خبر تائید کړی خو رسماً تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي خو ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر په راغستان ولسوالۍ کې د جګړې خبر ورکړی او د ۸ پولیسو د مرګ ژوبلې خبر یې ورکړی دی.



