دګونتنامو زنداني حاجي بشیرنورزی له اتلس کاله بند وروسته خوشي شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۲۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو ته نيږدې سرچينو د ګوانتنامو له زندان څخه د حاجي بشير نورزي د خوشي کيدو خبر ورکړی دی.

حاجي نورزی د کندهار ستر ملي سوداګر او دطالبانو دمؤسس ملا محمد عمر مجاهد نيږدې کس وو ،چې د تيرو اتلسو کلونو را په ديخوا زندان کې وو.

د حاجي بشير نورزي په اړه ويل کيږي چې اوس له زندان څخه د متحده عرب اماراتو دوبۍ ښار ته رسيدلی دی.

دنورزي خپلوانو دنوموړي د خلاصون پخلی کړی؛ خوپه اړه یې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.

څېړونکي دحاجي نورزي خلاصون دطالبانو او امریکایانو ترمنځ یو توافق بولي، او ددې لړۍ ددوام خبر ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button