کوټه: د سکرو په کان کې څلور تنه افغانان وژل شوي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۵چنګاش، ۱۳۹۸)

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې چې په کوټه کې د سکرو په یو کان کې څلور تنه افغان کارګر وژل شوي دي.

دغه کان چې څلور نیم زره فټه ژور دی، څلویښت ساعته پکې کارګر بند پاتې شوي او د ګازو د خپریدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې کان کې ټول ۱۱ کسانو کار کاوه چې ۴ یې وژل شوي، ۱ ژوندی ژغورل شوی او د پاتې ۶ کسانو پلټل روان دي.

د راپورونو له مخې چې په کان کې وژل شوي افعان کارګر د میدان وردګو ولایت دي.

په پاکستان کې د کارګرو د ټولنې مشر سلطان لالا ډیوه رادیو ته ویلي چې د روان کال په اوږدو کې په کانونو کې ۸۲ تنه کارګر وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button