(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۸)
طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په میدان وردګو ولايت کې يې تړل شويو ټولو روغتيايي مرکزونو ته د بيا ځلې فعاليت اجازه ورکړې ده.
طالبانو وروسته له هغې د سويډن مؤسسې اړوند روغتيايي مرکزونه وتړل چې په میدان وردګو ولايت کې ګډو ځواکونو پر یوه کلينيک شپني عملیات وکړل او د یاد کلينيک د پرسونل سربيره يې څلور کسان ووژل.
(دا کار وروسته له هغه ترسره شوو چې د سویډن مؤسسې لخوا د خلکو غوښتنې او شکایات واوریدل شول، ستونزوته د رسیدګي ژمنه وشوه او په راتلونکي کې یادې مؤسسې د خپلو روغتیايي مراکزو او طبي پرسونل د ساتنې په کار کې هم د جدي توجه وعده وکړه).
د طالبانو د صحت کمېسيون ويلي، چې څو ځلې د سويډن مؤسسې اړوند پر روغتيايي مرکزونو بمبارۍ او چاپې ووهل شوې چې پرسونل ته به يې پکې زيان رسيده خو یاده مؤسسه بې تفاوته پاتې کېده او هيڅ غبرګون به يې نه څرګندوه، څو خلک مجبور شول چې په وړاندې يې شکایت وکړي.
په افغانستان کې د سويډن مؤسسې د پروګرامونو مسؤل ډاکټر خالد فهيم هم ويلي، چې طالبانو سره ستونزه حل شوې او د شنبې په ورځ به د سويډن مؤسسې اړوند ټول دوه څلويښت روغتيايي مرکزونه پرانيځي.
په وروستيو کې د میدان وردګو سربيره د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې پر کلينيکونو بمبارۍ او چاپې ووهل شوې چې د یادو روغتيايي مرکزونو د پرسونل تر څنګ پکې عامو خلکو ته هم تلفات ورسيدل.

















