(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۹)
د ایراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هيواد د سپاه پاسدران ځواکونو پرون د جمعې په ورځ ناوخته د برتانيې تيل وړونکې دوه بيړۍ نيولي دي.
دغه بيړۍ د خليج په اوبو کې نيول شوي دي چې د راپور پر اساس یوه يې پريښودل شوې او یوه يې د ایران پر لوري روانه کړل شوې ده.
د یادې بيړۍ د شرکت مسؤولین وايي، په بيړۍ کې درويشت تنه عمله موجوده وه چې د هرمز په تنګي کې د کوچنيو کښتيو او چورلکو له لوري درول شوې او اوس ورسره اړيکې نه نیول کيږي.
د STENA BULKI په نوم د برتانوي شرکت چارواکي وايي، چې ددوی یوه بيړۍ هم چې سعودي عربستان ته روانه وه د وسله والو سمندري ځواکونو له خوا درول شوې وه خو له لګ ځنډ وروسته بیرته پريښودل شوې.
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جیرمي هانت د یادو بيړيو د نيولو پر سر ایران ته خبرداری ورکړی وايي، که ایران د برتانيې بيړۍ خوشې نه کړي ناوړه پایلو سره به مخ شي.
په برتانيې کې د کابينې بيړنۍ غونډه هم رابلل شوې او د روان وضعيت په اړه پکې خبرې کيږي خو هانت ويلي چې دوی به د پوځي لارو نه اخوا هڅه وکړي چې په ديپلوماتيکو لارو دغه موضوع حل کړي.
د ایران تسنيم اژانس هم د يادو بيړيو د نيول کيدو خبر ورکړی او د دغه هيواد د چارواکو له قوله يې ليکلي چې د سټينا امپېرو په نامه بېړۍ خپل GPS بند کړی و ځکه يې ايراني ځواکونو له ځان سره روانه کړه، څو په بندر عباس کې ترې څيړنې وکړي.


















