کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
یوشمېر دولتي رسنیو راپور ورکړی چې وسلوالو طالبانو د بدخشان ولایت ستراتیژکه ولسوالۍ کران و منجان له خپلې ولکې لاندې راوستې.
دبدخشان ولایت د ولایتي شورا غړی جاوېد مجددي ددې خبر دتائید ترڅنګ ویلي، وسلهوالو طالبانو نن سهار په یوه سخته حمله کې د کران و منجان ولسوالۍ ټولې سیمې نیولې دي.
کران و منجان وروسته له هغې دطالبانو لاس ته لوېدلې چې په دغې ولسوالۍ کې د لاجوردو کانونه دغې ډلې ونیول.
تر اوسه دطالبانو په شمول نورو رسمي سرچینو په دې اړه نظر نهدی څرګند کړی، خو له دې ولسوالۍ ځینې ځایي اوسېدونکو ددې خبر پخلی کړی.


















