کرزی: په ولسي وګړو ړندې بمبارۍ دتوجیه وړ نه دي؛ په کلکو ټکو یې غندنه کوو

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ بمبارۍ په کلکو ټکو غندلي او دایې جنګي جنایت بللی.

کرزي د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا برید چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي وګړي ووژل شول په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

خبرپاڼه کاږي، کرزی دغه ډول ظالمانه کړنې په کلکو ټکو غندي، اوعاملینو ته یې دسختې سزا غوښتنه کوي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، پخواني ولسمشر په ټول هېواد کې د جګړې او وینې تویدنې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو لوریو یې د جګړې د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې ده.

یاده دې وي چې دحامد کرزي دواکمنۍ پرمهال هم ورته وحشتونه تر سره کېدل، خونوموړي به په ولسي وګړو دبې رحمه بریدونو په ځواب کې خپل دروند مسئولیت دڅو مکرجنو اوښکو په ډالۍ سره ادا کاوه.

مربوطه مطالب

Back to top button