کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې مخکې یوې غونډې ته دافغان جګړې په اړه خبرې کړي.
عمران خان دخپلو خبرو پر مهال ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او باید له سیاسي لارو ختمه کړل شي.
ده ویلي پر همدې موضوع چې افغان جګړه له نظامي لارو نه بلکې له سیاسي لارو د حل وړ ده، نن له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي.
عمران خان دغه راز ویلي ده د خپل حکومت په پیل کې ویلي وو، چې افغان جګړه له نظامي لارو نه حل کېږي، خو نن ټوله دنیا په دې باوري ده چې دغه جګړه باید له سیاسي لارو حل کړي.
د پاکستان لومړی وزیر به له ټرمپ سره په لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړي چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ جرړې ختمې کړې دي او ددغه پدېدې پر ضد مبارزې ته ژمن دی.
تمه ده عمران خان به له ولسمشر ډونالډ سره په دوه جانبه همکاریو، دپاکستان او امریکا په هر اړخیزو روابطو او ځینې نورو موضوعاتو بحثونه وکړي، چې ځینې توافقات به هم لاسلیک کړي.


















