یوناما: دلوګر په برکي برک کې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ملګري ملتونو دلوګر اونورو ولایتو په وروستیو بمباریو خواشیني ښودلې او ددې حملو ډېری قربانیان یې ملکي وګړي یادکړي.
یوناما په خپل راپور کې وایي، لوګر کې د هوایي برید به نتیجه کې وژل شوي ټول قربانیان ملکي وګړي وو.
افغانستان کې ددغه ادارې مرستندویه دفتر ویلي، لوګر کې د حکومت پلوو ځواکونو په هوايي برید کې نهه ولسي وګړي وژل شوي، چې درې یې ښځې او څلور ماشومان پکې شامل دي.
یوناما ویلي، دا برید د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته شوی دی.
یوناما زیاتوي، د قربانیانو د خپلوانو ملاتړ باید وشي او د ورته بریدونو په اړه دې لا نورې څېړنې وشي ترڅو دملکي وژنې مخنیوی وشي.
تېره ورځ د لوګر سیمه ییزو چارواکو وویل، برکي برک ولسوالۍ کې هوايي برید اته کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
دګډ دولت ملي دفاع وزارت هم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه به څېړي او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو یې غږ کړی چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې وروستیو کې دلوګر، وردګو، بغلان او نورو ولایاتوپه ځینې سیمو دګډو ځواکونو له لوري ړندې بمبارۍ تر سره شوې چې دماشومانو په ګډون یې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.



