کابل: د اېټالیا په سفارت توغنديز برید شوی دی

کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۸ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
تېره شپه د اېټالیا د سفارت په ودانۍ توغندېز برید شوی دی چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
په کابل کې د نهمې حوزې قمندان سیدکریم وايي چې برید د اېټالیا د سفارت یوه څنډه وېجاړه کړې چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي.
په برید کې د اېټالیا کوم ډېپلومات یا تبعه ته زیان ندی اوښتی، دواړه ټپيان شوي د سفارت ساتونکي دي.
د برید پړه تر دې دمه چا په غاړه نده اخیستې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button