عبدالکريم خرم: افغانان دې په یوه خوله د امريکايي ځواکونو د وتلو غږ پورته کړي

(کابل ټکی کامو ۱۳۹۸، زمری ۲)

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزير او د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دفتر ویاند عبدالکريم خرم وايي، چې افغانان دې د ټرمپ د نا مناسبو او توهینوونکو خبرو پر وړاندې توغند غبرګون وښيي.

ښاغلي خرم له افغانانو او په ځانګړۍ ډول له افغان سياستوالو غوښتي چې پر یوه غږ دې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو غږ پورته کړي.

د خرم په وينا، ټرمپ هغه څه ويلي چې تر دې مخکې نورو امريکايي مشرانو په عمل کې ترسره کول خو په دې اړه يې څه نه بیانول.

نوموړی وايي، همدا اوس هم امريکا د افغانانانو په قتل عام بوخته ده او د عمران خان په حضور کې د افغانستان په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د دې دليل دی چې پاکستان سره يې د افغانستان پر سر معامله روانه کړې ده.

خرم وايي، د امريکا په څير ډیر اشغالګر افغانستان ته راغلي چې تر ټرمپ لا پياوړي و خو په ټيټ سر بيرته له افغانستانه وتلي دي.

وړمه ورځ د امریکا ولسمر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د خبرو پر مهال وويل، چې په لس ورځو کې د افغانستان جګړه ګټلای شي خو د دې لپاره به لس ميليونه انسانان وژل کيږي چې د نوموړي دغه خبرو ته ګڼو سياستوالو، پخوانيو چارواکو ، طالبانو او د سوشل ميډيا کاروونکو ګڼو افغانانو توغند غبرګون ښودلی، د هغه خبرې رد کړي، بې مسؤوليته يې بللي او ورياده کړې يې ده چې پر افغانستان يرغل کوونکو د تيرو امپراطوريو تاریخ دې مطالعه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button