مونږ دومره جرأت نلرو چې د امريکا سفير احضار کړو

انجنير عمير وياړ

تاسې پوهيږۍ چې پر دې اصطلاح پرمختللې او متمدنه نړۍ کې مونږ  ولې دومره حقير او سپک يو؟ يو کس په پوره سپين سترګۍ د ټولې نړۍ پر  وړاندې د يو ملت د محوه کولو خبره کوي، د لس ميليونه انسانانو په لس ورځو کې د وژلو ګوتڅنډنه کوي خو مونږ اقلا دومره جرائت نلرو چې سفير  يې احضار کړو…

لامل يې دادی چې زمونږ ټول زور د خپلو د ايل کولو د پاره له وخته مصرف شوی، مونږ د خپلو شخصي  ګټو غلامان يو، مونږ د خپل ملت بچي د خپلو ګټو او قدرت د خاطره هره ورځ بې دريغه وژنو….

 د يو پر بل د برلاسۍ د پاره مو تل پرديو لمنو کې ځانونه اچولي دي…

 هغه قوم چې په نه خبره د خپل ورور وژل غيرت ګڼي او د بل غلامۍ عزت تر دې هم سپک کيدلاي شي…

 په لاپو لاشپو هيڅ هم نه کيږي، راځئ تعهد وکړو چې خپل هيواد او خلک لومړي وګڼو.

 يو بل ته تيريدنه وکړو، ملت په علم سنبال کړو…

هله به بيا د عزت خاوندان شو…

مربوطه مطالب

Back to top button