براډ شېرمن: ګډ دولت دې ډېورنډ کرښه په رسميت وپېژني
کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د سنا جرګې غړي له افغان حکومت غوښتنه کړې چې دپاکستان او افغانستان ترمنځ پرته کرښه《ډېورنډ》 په رسمیت وپېژني.
د امریکا د سنا جرګې غړي براډ شېرمن د امریکا پر حکومت غږ کړی دی چې افغان حکومت دې ته وهڅوي څو د ډیورنډ فرضي کرښه په رسمیت وپېژني.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم هماغه مهال موجود و.
براډ دغه راز زیاته کړې، ټوله نړۍ دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني، نو په کار ده چې افغان ګډ حکومت هم دې کرښې ته رسمیت ورکړي.
نوموړی د دې کرښې د رسمیت خبره په داسې حال کې کوي چې پاکستاني حکومت پر دې کرښه د اغزن تار لګول پیل کړي دي چې دواړو غاړو ته مېشتو ولسونو یې پر وړاندې توند غبرګونونه ښودلي او په وار وار یې تار ورټول کړی دی.
خو د افغان حکومت چوپتیا پاکستان او امریکا ته د دې مسئلې د بیا تازه کېدو او ورته څرګندونو جرئت ورکړی دی.
نږدې دوه میاشتې وړاندې ځینو حکومتي لوړ پوړو چارواکو دبعضو اسنادو په ښکارولو سره ادعا وکړه چې داکرښه دغني او پاکستاني دولت ترمنځ رسمي شوې چې دولسي غبرګون له امله لاهم اعلان شوې نه ده، خوحکومت دا هرڅه رد کړي و.



