ټرمپه اواز درځي؟؟؟

انجنير عمير وياړ
وايي یو زمری په ځنګل کې ډیر په غرور او تکبر سره اوسیدو او په خپل قوت باندې يې ډېر فخر کاوه او پر نورو حیواناتو باندې به يې ظلم او زیاتی کاوه.
یوه ورځ دځنګله حیوانات سره راټول شول ترڅو داسې لاره وسنجوي چې زمری قانع کړي چې نور پر دوی باندې ظلم او زیاتی بس کړي او خپله رویه له نورو حیواناتو سره نرمه کړي.
حیواناتو وویل د دغه خبرې د رسولو لپاره باید یوڅوک زمري ته ورولیږو. خو هیڅ حیوان نه حاضرېدو څو زمري ته دغه خبره وروړي ځکه هغوی ډارېدل ځکه که زمري ته ورشي هغه به خپلې داړیې پرې تودې کړي.
حیواناتو مشوره وکړه چې راځئ ماشى به زمرې ته ددغه کار لپاره ورولیږو.
ماشي هم موافقه وکړه او لاړ د زمري مخې ته ډېره په احترام سره ودرېده او په ډیر ادب سره يې خبرې پیل کړې او په ډېر ښایسته آواز يې ورته وویل:
ای د ځنګله پاچا!
ای لویه زمریه!
ته په ځنګله کې تر ټولو قوی حیوان يې! دا حيواناتو سره ظلم او زياتى مه کوه!
زمري ورته په تعجب سره وکتل او د هغه جرات ته په تعجب پاتې شو، او په ډېر استنکار سره يې ورته وویل: څه غواړې؟!
ماشي ورته وویل راغلی یم! چې د حیواناتو مطالب درته وړاندې کړم، زمري د مسخرې په توګه وخندل او ماشي ته يې وویل:
آیا پرته له تا څخه يې بل څوک نه موندل چې ماته یې راولېږي؟ ځکه ته ډېر خوار او کمزوی يې! نو ته څوک يې! چې له ما سره خبرې کوې؟
ماشي د زمري خبرې وزغملې او ورته ويې ویل: زه هم ستا په شان مخلوق یم، زمري ورته وویل: ته ماته هیڅ اهمیت نه لرې، او زه ستا د موجودیت هیڅ احساس هم نه کوم، اوستا د خبرو په هکله زما هیڅ اهتمام نشته.
په دغه وخت کې ماشي ورته وویل: ای مغروره زمریه!
اوس ګوره! چې زه دې څنګه مسخره کوم؟….!
مغرور زمري ماشي ته وویل: ته ډېر ناڅیزه او حقیر موجود يې! آیا ته ما مسخره کوې.؟
ماشي ورته وویل: هوکې! زه وړوکی یم مګر له تا څخه زیات عاقل یم، زما واړه جسم ته مه ګوره!، بلکې کمال ته مې وګوره! کوم چی الله ماته راکړی دی.
زمري ورته وویل:
کوم قوت ای لیونيه؟!
آیا ته هم قوت لرې؟
دا ډیره محاله خبره ده
ماشي ورته وویل:
زما قوت تا ته نه دی معلوم! زه کولای شم چی په خپل دغه واړه جسم سره تا اوس هلاک کړم او ختم دې کړم،
اوس به زه تا ته خپل قوت وښایم… ماشی د زمري په مخ کېناست او خپله ستن يې ور چوخ کړه، زمري کوشش وکړ هغه ونیسي په ډېر قوت سره يې خپلې منګولې په خپل مخ کې خښې کړې او خپل مخ يې څیرې کړ،
ماشي د زمري پوزې ته ټوپ وهل او بله ستنه يې ورچوخ کړه، زمري کوشش وکړ هغه ونیسي خپله پوزه يې هم وڅیرله، ماشي د زمري غوږ ته ور ټوپ کړ او بله ستنه يې ورکړه، بیا يې د هغه سترګې ته ټوپ وهل او زمري کوشش کاوه هغه ونیسي په همدې شکل سره هغه خپلې سترګې، غوږونه او د بدن ټول کاري غړي وڅیرل او وینې ورڅخه روانې وې او په دې نه توانیده چې هغه وړه ماشه ونیسي.
بالآخره زمري د ستړیا او تبې احساس وکړ او پرځمکه بې هوښه راوغورځیده پداسې حال کې چې وینې یې دبدن له ټولو غړو روانې وې او بغارې يې وهلې او ماشي د هغه وینې ژر ژر نوش جان کولې.
بیا ماشي زمري ته وخندل او ورته ويې ویل:
اوس پوه شوې که نه چې زه کمزوری اوحقیر نه یم او زه هم ستا غوندې قوت لرم، آن تردې چې زه له تا څخه زیات قوي هم یم، نو دا به تا ته د تل لپاره د عبرت درس وي، ای مغروره! ترڅو بیا په هیچا تمسخر ونه کړې او له دې څخه وروسته په هیچا زیاتی او ظلم هم ونه کړې…!
ټرمپه! اواز درځي؟؟؟



