ټایمز اف انډیا: ډونالډ ټرمپ خپل دوه دوستان (کابل او ډیلي) په اسلام آباد وپلورل

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲ زمری ، ۱۳۹۸ل)

د هندوستان وتلې ورځپاڼې ټایمز اف انډیا واشنګټن ته د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سفر ته کتنه کړې ده، اوځینې مطالب یې پرې لیکلي.

ورځپاڼې په مطلب کې چې عنوان یې دی ټرمپ څنګه کابل او نوی ډیلي په اسلام اباد وپلورل لیکي، ټرمپ د امریکا کړنلاره شل کاله شاته بوتله چې دا یې ستر زیان رامنځته کړ.

لیکوال د ټرمپ دې وینا ته په اشارې چې ویلي یې دي، پاکستان به د افغان جګړې په پای ته رسولو کې د امریکا مرسته وکړي لیکلي، په دې څرګندونو سره ټرمپ د امریکا کړنلاره شل کاله شاته بوتله، ځکه امریکا غوښتل افغانستان کې هغه وسلوالې ډلې وځپي چې ددوی په باور پاکستان یې ملاتړ کوي او د فعالیت په پایله کې یې د سپتمبر ۱۱مې پېښه رامنځته شوه.

خو ټرمپ اسلام اباد ته پر کابل ترجیح ورکړه، اودا دوه دوستان (کابل او ډیلي) یې په اسلام آباد وپلورل.

د لیکوال په باور هغه په دې ډول څرګندونو سره له کابل او نوي ډیلي سره ملګرتیا کې ناځواني کړې او پر هغو تورونو یې سترګې پټې کړې دي چې ده خپله پر اسلام اباد لګولي وو.

هندي چارواکو هم ددې دوه مشرانو کتنه دځان په اړه خطرناکه بللې وه او دځینو اندیښنو په شریکولو سره یې له امریکایي لوري دکشمیر په مسله کې د خودمختارۍ او بې پري قضاوت غوښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button