ملګرو ملتونو افغانستان سره د ۱۹ ميليون ډالرو مرستې اعلان وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې “اوچا” افغانستان سره د ۱۹ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړی چې په بيلابيلو برخو کې به ولګول شي.
په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ چارو مشر توبي لانزر وايي، دا مهال افغانان زياتو مرستو ته اړتيا لري او شوې مرسته ورته ډيره ګټوره ده.
د لانزر په خبره، له افغانستان سره د نوولس اعشاريه پنځه ميليونه ډالرو مرسته په داسې مهال کيږي چې نړيوالې مرسته کوونکې ادارې د بودیجې له کمښت سره مخ دي، څو خپلې مرستې دوامداره وساتي.
د راپور له مخې، یادې مرستې به يوڅلويښت زره زده کوونکو ته د ښوونځيو پر جوړولو، اووه نوي زره کسانو ته د کورونو پر جوړولو، دوه سوه دوه څلويښت زره کسانو ته د خوړو په برابرولو، کرنې او دغه راز نورو برخو کې مصرف شي.
تير ۲۰۱۸م کال کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وی چې افغانستان کې درې ميليونه کسان بيړنيو خوراکي مرستو ته اړتيا لري او که مرسته ورسره ونه شي نو له قحطۍ سره به مخ شي.
که څه هم افغانستان سره بیلابيلو نړيوالو ادارو له تيرو څو کلونو راهيسې لسګونه ميليونه ډالرو مرستې کړي خو لا هم ډیری افغانان د قحطۍ او سختې بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي، او سلګونه زره ځوانان د بې کارۍ او فقر له امله په قاچاقي لارو اروپايي هيوادونو ته د تګ لپاره زړه ښه کوي.



