کابل: د کانونو وزارت د مامورينو پر کاسټر موټر سرتيری برید وروسته، دوه نورې چاودنې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳)

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، نن د پنجشنبې په سهار د کابل ښار د شپاړلسمې حوزې په مربوطاتو کې د کانونو او پټروليم وزارت پر کاسټر موټر مرګ ژوبله اړولې ده.

کورنيو چارو وزارت په لومړنيو معلوماتو کې د پنځو کسانو د وژل کيدو او لسو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

کورنيو چارو وزارت وايي، یوه تن په خپل ځان او موټرسيکل پورې باروتي مواد تړلي و او د کاسټر موټر تر څنګ يې چاودنه ورکړې ده.

یاده چاودنه د مکروريانو د ملي بس څلور لاره کې شوې ده.

له یادې چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دوه چاودنې شپاړلسمه حوزه کې او یوه چاودنه دسپچري کې شوې چې جزيات يې نه دي ورکړل شوي.

د کابل امنيې قومندانۍ ويلي، چې یوه چاودنه د مقناطيسې ماین له امله رامنځته شوې دهږ

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button