د کرويشيا دفاع وزارت: کابل کې د درې ټپي عسکرو له ډلې یو يې ومړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳)

د کرويشيا دفاع وزارت وايي، په کابل کې د پرونۍ چاودنې د ټپي شويو درېيو عسکرو له ډلې یو تن يې ساه ورکړې ده.

پرون د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د تره خيلو (تنګي سړک) سيمه کې پر یادو بهرنيو عسکرو چاودنه شوې وه.

د کرويشيا د دفاع وزير دامير کرستيچويچ پرون ويلي و، چاودنه د کابل په څنډه کې د دوی پر ځواکونو شوې او د درې تنو پوځيانو له ډلې د یوه روغتيايي حالت نازک دی.

طالبانو د پرونۍ چاودنې مسؤوليت منلی و او وياند يې ذبیح الله مجاهد ويلي و چې د یوه سرتيري موټربم بريدګر له لوري د بهرنيو ځواکونو دوه لنډوکرز موټر له منځه وړل شوي چې په وينا يې په ګڼ شمير کې د سي آی أی افسرانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا مهال د کرويشيا هيواد ۹۹ عسکر په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ تر قومندانۍ لاندې دنده ترسره کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button