ننګرهار- خوګياڼي: چاودنه کې شپږ ښځې يو ماشوم وژل شوی؛ څلور نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳)

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د ميرمنو په شمول یوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پيښه نن سهار د نهه بجو په شاوخوا کې د د وزيرو په سنډلي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼی وايي، په یوه ډاډسن موټر کې د يوې کورنۍ غړي د وزيرو له خوځخيلو سيمې فتح خرګي سيمې ته د واده لپاره روان و چې پر لاره کې يې پر موټر چاودنه شوې ده.

د خوګياڼي په وينا، په چاودنه کې شپږ ميرمنې او یو ماشوم وژل شوی، د یوې ميرمنې په ګډون څلور تنه نور ټپيان دي.

د ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک ښودل شوی دی.

په عين حال کې د خوګياڼو ولسوالۍ یو تن قومي مشر محمد حسن وايي، چې چاودنه د سيمې د ملک طاهر په موټر ترسره شوې ده.

تر اوسه د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

مربوطه مطالب

Back to top button