(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۳)
نن د کابل ښار په مربوطاتو کې درې پرلپسې چاودنې وشوې چې د کورنيو چارو وزارت په وينا يوه چاودنه د شپاړلسمې حوزې مربوط د ملي بس څلور لارې کې د کانونو او پټروليم وزارت د مامورينو پر کاسټر موټر شوې چې پنځه تنه پکې وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو د وزارت ویاند نصرت رحيمي په لومړيو کې وويل، چې سرتيری برید و خو د کابل امنيې قومندانۍ وايي چې پر کاسټر موټر د مقناطيسي ماین چاودنه کړې او په سیمه کې دوهمه چاودنه هم شوې ده.
د یادو دوو چاودنو په اړه طالبانو ويلي چې په دوی پورې اړه نه لري خو وايي په دسپيچري سيمه کې يې په یوه سرتيري بريد کې د بهرنيو ځواکونو قطار په نښه کړی دی.
ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي: ” د ملي بس په څلور لارې کې چې کومې دوه چاودنې په کاسټر موټر او بیا پرهغه ځای شوې، هغه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.”.
د ښاغلي مجاهد په وينا، په دسپيچري سيمه کې نن سهار نهه بجې په دسپیچري سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د لوړ رتبه افسرانو یو قطار د سرتيري بريد هدف ګرځيدلی چې په ترڅ کې يې دوه لنډکروزر موټر بشپړ ویجاړ شوي، نهه بهرني افسران وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې پر بهرنيانو سرتیری بريد د محمد کابلي له خوا ترسره شوی دی.
د یادونې ده، چې پرون د چهارشنبې په ورځ هم طالبانو د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند د تره خيلو تنګي سړک سيمه کې پر بهرنيانو سرتيری بريد کړی و چې په وينا يې بهرنيو افسرانو ته پکې مرګ ژوبل اوښتې وه.
د کرویشيا هيواد د دفاع وزارت په پروني بريد کې د خپل یوه پوځي وژل کيدل او دوو نورو ټپي کيدل منلي دي.


















