افغان پارلمان د سولې د روانې پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۸ مرغومي ۱۳۹۴ ل) احمدالله مهاجر
د افغانستان پارلمان په خپله خبرپاڼه کې د سولې د روانې پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې کابل او اسلام اباد باید دوه اړخیزه همکارۍ ته ادامه ورکړي.
کابل نن د سولې پروسې د دویمې غونډې کوربه دی چې څلور غړي هېوادونه افغانستان، پاکستان، امریکا او چین به پکې ګډون کوي، او تمه کيږي چې په همدې غونډه کې به د خبرو نېټه هم وښودل شي.
ددې پروسې لمړنۍ غونډه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې ترسره شوې ده، چې دادی نن د بهرنیو چارو وزارت د غونډې د جوړېدا لپاره پوره تیارۍ ښودلی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې غړیو هم په خپلو فیسبوک پاڼو کې لیکلي دي، که پاکستان په رښتیا د سولې په پروسه کې اخلاص وکړي، سوله راتلونکې ده.
د سولې د روانې پروسې غونډې پداسې حال کې دایریږي، چې د طالبانو لخوا یې د تردید او تایید کوم خبر ندی راغلی. ځکه هم ډېری کارپوهان وايي چې دا ناستې د حیقیقي سولې د راوستو په موخه نه، بلکې یوه سازشي معامله روانه ده.
د افغانستان پارلمان هيله څرګنده کړې ده چې پاکستان او افغانستان باید له یو بل سره د سولې په پروسه کې همېشنۍ همکاري ته ادامه ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button