رویټرز: صومالیا ایران سره د اړیکو په پرېکولو مالي مرستې ترلاسه کړي

کابل ټکی کام  (دوشنبه، مرغومی ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل):

د رويټرز خبري آژانس یکشنبې په ورځ خپله ګڼه کې راپور خپور کړ، چې صومالیا د سعودي په حمایت له ایران سره خپلې ډيپلوماتیکي اړیکې پرې کړي، د سعودي له لوري د ۵۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه ورسره شوې .

رويټرز زیاتوي، هغه سند په استناد چې یوه نسخه يې مونږ ترلاسه کړی، د صومالیا له لوري د تکذیب او یا د تصدیق په ړه څه نه دي ويل شوي، خودومره يې زیاته کړه چې د سعودې له لوري صومالیا سره اوږد مهالې مالي مرستې د موګادیشو له هاغه تصمیم سره کوم تړاو نه لري، چې  تهران سره يې خپلې  ډيپلوماتیکې اړیکې پرېکړې.

دغه راز  د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د رويټرز خبري آژانس په راپور څه نه دي ويلي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button