کابل ټکی کام( دوشنبه، ۷زمری، ۱۳۹۸)
د امریکا په کیلفورنیا ایالت کې یوه وسله وال برید ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا برید په یوه فیسټوال په داسې حال کې ترسره شوی دی چې د سیمې خلک د ډوډۍ خوړو لپاره راټول شوي وو.
وسله والو دغه ځای په داسې وخت کې په نښه کړی چې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وه او د ډزو له امله درې کسان ځای پر ځای وژل شوي دي.
په پیښه کې د ۱۱کسانو د ژوبلیدو خبر هم ورکړل شوی خو ویل کیږي چې ښایي د مړو شمیر نور هم لوړ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه برید په سختو ټکو غندلی او فوراً یې اړوندو ادارو ته د پلټنو او معلوماتو راټولو امر کړی دی.
په سیمه کې د پولیسو لخوا پلټنې روانې دي چې په وینا یې له رسنیو سره به ژر د پیښې په اړه نور معلومات شریک کړي.















