له ټرمپ سره اختلافونه؛ د امریکا د استخباراتو مشر خپله دنده پریږدي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۷زمری، ۱۳۹۸)

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ده په اداره کې د استخبارانو مشر ” ډان ګوټس” به په راتلونکې اګست میاشت کې خپله دنده پریږدي.

که څه هم د نوموړي د دندې پریښودو اصلي لامل نه دی څرګند شوی خو ټرمپ او دی به ډیری وخت د شمالي کوریا، روسیې او ایران په مسئله کې په جدا جدا نظرونو ول او اختلافات یې زیږول.

که څه هم ګوټس ویلي وو چې ډنالډ ټرمپ د ده له استعفا سره مخالف دی او ترې غواړي چې پخپله دنده پسې پاته شي خو داسې ښکاري چې دوی دواړه نه دي سره غاړه غړۍ شوي.

ټرمپ ویلي چې د نوموړي په ځای به په کانګریس کې د تکزاس استازی “جان راټکلېف” د امریکا د استخباراتو مشر کړي.

د یادونې وړ ده چې له ډونالډ ټرمپ سره په خپله اداره کې ډیری خلک مخالف دي او دا څووم مشر دی چې لار ترې بیلوي.

مربوطه مطالب

Back to top button