ټایمز: غني دټاکنیزو منډو ترړو ترڅنګ سختو اندېښنو په مخه کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)

مشهورې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان د ټاکنیزو مبارزو پیل ته کتنه کړې ده او په یو مطلب کې یې لیکلي، ولسمشر غني د دې منډو ترړو له پیل سره یو لړ سختو اندېښنو په مخه کړی دی.

له تاوتریخوالي نیولې بیا تر دې ویرې چې حکومت یې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته له منځه لاړ نه شي، هغه اندېښنې دي چې ولسمشر غني ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، افغانان هم له سختو اندېښنو سره مخ دي او هغه له دې امله چې هیڅوک هم نه غواړي د رایو مرکزونو ته په ورتګ سره خپل ژوند په خطر کې واچوي.

د ورځپاڼې په باور افغانان ملامت نه دي چې ویرېږي ځکه تېرې ټاکنې فساد بدنامې کړې او راتلونکې هغه ښایي تاوتریخوالی خرابې کړي.

یوشمېر کتونکو بیا خبر ورکړی چې دوی اتیا سلنه دټاکنو په نه کېدا مطمئن دي، ځکه امریکا له ټاکنو وړاندې ددې قضیې حل، اودخپلو ځواکونو وتل غواړي؛ که ټاکنې وشي راتلونکی واکمن به دغني په څېر دخپلې دورې په طول کې دسولې مخالفت کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button