د کال تر ټولو غوره لس ورځې!!

انجنیر عمیر ویاړ
په دې لسو ورځو کې د نړۍ ټول مسلمانان له برکتونو ډکو سترو ورځو ته ننوځي، دا لس ورځې د الله تعالی په نزد عالي مقام او منزلت درلودونکي دي چې دا لس ورځې د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو څخه عبارت دي.
مسلمان ته د دې لسو ورځو ارزښت د دین له لید نه:
فقهاو د ذي الحجې لومړیو لسو ورځو ته (خیر أیام الزمان) ویلي دي یعنی د کال تر ټولو غوره ورځې ځکه چې د دې ورځو عبادت مسلمانانو ته له ښو فرصتونو څخه یو دی څو په عبادت او نیکو او د خیر کارونو او د ایمان په سوداګرۍ کې یو له بله د مخکې والي، تنافس او سبقت په خاطر د آخرت د ثواب د ترلاسه کولو په خاطر ډیر هاند ووهي.
د قرآن او سنتو نصوص په تواتر سره رارسیدلی چې د دې لس ورځو په اړه د خورا غوره او له برکت نه په ډکوالی دلالت کوي.
الله تعالی په قرآن کریم کې په دې لسو ورځو قسم یاد کړی او فرمایلی یې دي چې :” وَالْفَجْرِ، وَلَيَالٍ عَشْرٍ، والشفع والوتر ” .
په سپیده داغ لمر څرک او ګهیځ وختونو دې زما قسم وي او په لسګونو شپو مې دې سوګند وي او په جفت او تاق مې دې قسم وي.
د قرآن ستر ترجمان عبدالله بن عباس رضي الله عنه د دې ایت په تفسیر کې داسې فرمایلي دی چې:
” والليالي العشر” د ذي الحجې لومړۍ لس شپې دي ” والوتر” د عرفې ورځ ده چې د دې میاشتې له نهمې سره سمون خوري ” والشفع” د ذي الحجې لسمه ورځ ده چې یوم النحر او د ستر اختر او قربانۍ ورځ ده.
او په دې له عظمته ډکو ورځو کې د اسلام د مبین دین یو مهم رکن چې حج دی هم د نړۍ د ګردو مسلمانانو لخوا ادا کیږي.
په صحیح حدیث کې جلیل القدر عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دی:
“ما من أيام العمل الصالح فيهن، أحب إلى الله منه في هذه الأيام العشر، قالوا: ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله، ولم يرجع من ذلك بشيء”.
له دې لسو ورځو پرته بله هیڅ داسې ورځ نشته چې په هغې کې صالح عمل د الله په نزد تر ټولو محبوب وي، یعنې د ذي الحجې لومړۍ لس ورځې.
د دې غونډې صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې:
ای د الله پیغمبره آن جهاد في سبیل الله؟
ویې فرمایل: هو! آن جهاد في سبیل الله، خو هغه مسلمان چې په خپل مال او ځان سره د الله تعالی په لار کې وتلی وي او هیڅ شی یې بیرته له ځانه سره راونه ګرځوي یعنی د جهاد په مورچل کې شهید شوی وی او خپل ځان یې له دین نه ځار کړی وی په خپل مال او ځان سره.
روژه نیول هم په دې ورځو کې زیات فضیلت او ثواب لري چې د دوه کلونو د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځي په ځانګړې توګه د عرفې د ورځې روژه یعنی نهم د ذي الحجې، البته دا ځانګړتیا د هغه مسلمان لپاره نده چې د عرفات په میدان کې د حج رکن د ادا کولو په خاطر موجود وي، یعنی د دې ورځې روژه پر حاجیانو سنت نده. ځکه هغوی اصلا له دې فضیلت نه د خپل حج په خاطر ګټه پورته کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عرفې په ورځ د روژې نیولو فضیلت په صحیح حدیث کې داسې بیان کړی دی:
“صيام يوم عرفة يكفر السنة الماضية والباقية” .
د دې ورځې روژه د تیر او روان کال د ګناهونو جبران او کفاره کیږي.
او د ذي الحجې په لسمه ورځ چې د النحر او قربانۍ اختر لومړۍ ورځ ده چې پکې قرباني چې د اسلام د مبین دین یو له مهمو مالي عبادتونو څخه ترسره کیږي.
الله تعالې دې مونږ ته د عمل توفیق را په برخه کړي چې دا مبارکې او با برکته او له فضیلت ډکې ورځې غنیمت وګڼو او ورڅخه سمه ګټه پورته کړو.

مربوطه مطالب

Back to top button