پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امريکا به نړۍ ته په کومو سترګو ګوري؟؟؟

محمود نشرونکی: محمود
جولای 29, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
78
ځلې شریک شوی
211
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

امريکايانو چې کله پر افغانستان باندې يرغل کولو نو مختلفې بهانې به يې کولې، کله به يې ويل چې افغانستان د هغو ترورستانو ځاله ده کوم چې ټولې نړۍ ته خطر دي، او ټولې نړې ګواښي، کله به يې ويل چې افغانستان کې بنسټ پالي ډېر زيات دي نو ځکه بايد حمله پرې وشي.

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

خو عموماً يې تر ټولو لويه بهانه دا وه چې اسامه بن لادن چې امریکا ته مطلوب شخص دی؛ په افغانستان کې دی او هغه بايد مونږ ته بې له ښه او بې له بده وسپارل شي، ځکه چې اسامه بن لادن له هغو بريد کوونکو سره لاس لري چې د امريکا په تر ټولو لوړو تجارتي مارکېټونو يې برید وکړ او ړنګ يې کړل چې په سلګونو او زرګونو کسان پکې ووژل شول.

همداشان پر عراق باندې يې د بريد کولو لپاره هم همدې ورته افواهات ويل او ويل به يې چې عراق کېمياوي وسلې لري، خو کله يې چې پرې حمله وکړه نو هېڅ يې هم ونه موندل بلکې ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې امريکا د خپلو يرغلونو لپاره هسې خوشې بهانې لټولې.

دغه شان کله چې افغانستان ته راغلل نو يو خو دا چې د دوی په اصطلاح نړيوال ترورستان يې دلته ونه موندل او ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې امریکا په دې اړه دروغجنه وه. دويم دا چې اسامه بن لادن يې څو کاله وروسته په پاکستان ايبټ اباد ښار کې د يوه بريد په ترڅ کې شهيد کړ. نو دغه بهانه يې هم پوچه وخته.

همداشان هغه بهانه چې افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق تر ټولې نړۍ ډېر دی؛ په داسې حال کې چې کله دوی حمله وکړه نو دلته يې په هېڅ ډول نشه يي توکي ونه موندل. ځکه چې په دغو نشه يي توکو باندې طالبانو تر ټولو کلک بنديزونه لګولي وو.

نو اوس چې د سولې په اړه مذاکرات کامياب شي او امریکا خپل ظالم پوځيان له افغانستان څخه باسي، نړيوالو ته به څه بهانه کوي؟؟

او په دې اړه به څه ورته وايي چې د کومو موخو او اهدافو لپاره چې مونږ له څوارلس زره کيلو مټره څخه افغانستان ته راغلي وو؛ هغه موخې مو تر لاسه کړې؟؟

او که مو تر لاسه نه کړې؟؟ بلکې په دې اړه به ټولې نړۍ ته امريکايان سترګې نه لري او ټيټې سترګې به وي. ځکه چې دلته يې په افغانستان کې هېڅ هم تر لاسه نه کړل.

دغه شان د دوی هغه بهانه چې دلته بنسټ پالي دي او مونږ به د خپلو پوځيانو په ورتګ سره داسې نظام په افغانستان کې راولو چې نړۍ ته د ساري په توګه وي؛ بلکل کاذبه او درواغجنه بهانه  او لافه ده ځکه چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې په څېر مفسده او فاحشه اداره په نړۍ کې هېڅ بله وجود نه لري، او دا چې دغه فساد او فشحاء په کې چا رائج کړه نو ځواب دا دی چې امریکا دا هر څه کړي دي او د دې هر څه مسوؤلیت د امریکا پر غاړه دی.

نو په دې اړه به هم ټولې نړې ته د امريکا سترګې ټيټې وي.

او هغه بهانه چې ګواکې په افغانستان کې زیاته نشه يي توکي توليديږي نو دا خو بلکل غلطه او سرچپه ده ځکه په نړۍ کې هېڅوک هم نشي ثبوت کولی چې د طالبانو په دور کې دې د کوم فيصد برابر نشه يي توکي توليد شوي وي، خو دغه صفر فيصدي د امریکايانو په راتګ اوس تقريباً اوياوو خوا او شا ته رسېدلې ده.

نو په دې اړه به امريکا او ناټو نورې نړۍ ته هېڅ سترګې نه لري.

بلکې له افغانستان څخه به شرمنده ذليل او سرټيټي ووځي.

لوی ټکي: اسامهافغانستانامریکاجګړهنړۍ
مخکینې مطلب

پروان: ګډو ځواکونو دسیاګردپه قمچاق اودشت سیموکې دښځو اوماشومانو په ګډون ۱۷ تنه وژلي

بل مطلب

زابل: طالبانو دمیزانې ولسوالۍ تر خپل تسلط لاندې راوستې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com