پروان: ګډو ځواکونو دسیاګردپه قمچاق اودشت سیموکې دښځو اوماشومانو په ګډون ۱۷ تنه وژلي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دپروان له سیاګرد ولسوالۍ څخه رپوټونه وایي چې امریکايي اودکابل ادارې عسکرو په دې ولایت کی دښځواوماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ملکي خلک وژلي، تر دېرشو یې نیولي اوګڼ شمېریې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، طالبانو له چاپې وروسته دملکي وژنو په عکس العمل کې له راغلیو ځواکونو سره جګړه کړې چې نتیجه کې یې ۲ تنه امریکایان، ۲۲ کمانډویان اوګڼ شمېر نور عسکر وژلي اوټپیان کړي.
داچاپه دګډوځواکونو له لوري دملکي وګړو په کورونو، مسجد او مدرسه وهل شوې چې ځینې ولسي کورونه، مسجد اونور عامه تاسیسات یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.
دیاد وحشت په ضمن کې يی ۱ باب مسجد،یوه دیني مدرسه ګڼ دملکي خلکو کورونه په بمونو الوزولي او له منځه وړي دي.
په دغه جنایت کې دښځو اوماشومانو په ګډون۱۷ تنه ملکي هیوادوال وژل شوي اوګن نور ټپيان شوي دي، دخلکوشخصي مالونه یې لوټ اوله منځه وړي، اوتر۳۰ تنو پوری عام کلیوال يی له زانه سره بیولي چی له نیول شویو څخه یې یو کس وژلی دی.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې دګډو ځواکونو له لوري دعام ولس پر وړاندې خونړۍ چاپې اوبمبارۍ پیل شوي چې دیوشمېر سیاست والو ترڅنګ یې دبشري حقوقو ځینې بنسټونه هم په غوسه کړي، اودایې جنګي جنایات یاد کړي.



