زابل: طالبانو دمیزانې ولسوالۍ تر خپل تسلط لاندې راوستې

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۷ زمری ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو دزابل ولایت ستراتیژکه ولسوالۍ مېزانې له یوې سختې جګړې وروسته سقوط کړې، ډیری سرتیري یې وژلي اوټپیان کړي دي.

ځایي اوسېدونکو اودولتي چارواکو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ددې ولسوالۍ دسقوط خبر تائید کړی دی.

طالبانو هم په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دزابل ولايت دميزانې ولسوالي چي کابو له تير يوه کاله راهيسي د دوی له خوا کلکه محاصره وه نن دکارنده بریدونو او لیزري وارونو په نتیجه کې فتحه شوې.

طالبانو زیاته کړې چې ددې ولسوالۍ عسکرو به له ډېره وخته په پټه تګ راتګ کاوه چې نن غرمه په بشپړه توګه فتحه او دولتي لوري ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

Back to top button