(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۰)
امريکا د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف نوم هم د بنديزونو په نوملړ کې ورزيات کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د شتمنیو د کنترول د دفتر په ويب پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې پر جواد ظريف د بنديزونو خبرداری ورکړل شوی زیاتوي “جواد ظریف د ایران د ولسمشر لپاره په مستقيمه یا غير مستقيمه توګه کار کوي او یا هم د هغه استازيتوب کوي”.
تر دې مخکې امریکا د ایران پر ولسمشر او د هغه د دفتر پر اړوندو کسانو او دفترونو هم بندیزونه لګولي و.
د ټرمپ د ادارې لوړپوړو چارواکو رسنيو ته ويلي، چې جواد ظريف د بهرنيو چارو وزير نه بلکې د ايران د تبليغاتو وزير دی.
جواد ظريف په دې اړه په خپله رسمي ټويټرپاڼه غبرګون ښودلی وايي، ځکه يې امريکا د بنديزونو په نوملړ کې نوم ورداخل کړ چې دی د ایران اصلي نمايندګي کوي.
د ظريف په وينا، دغه بنديزونه به پر ده او یا پر کورنۍ يې اغيز ځکه ونه کړي چې له ایرانه بهر هيڅ شتمني نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د ظريف په اړه په ټويټ کې لیکلي: “ولسمشر ټرمپ وروستیو کې د ایران پر مشر چې جیبونه یې د خلکو له پیسو ډک کړي بندیزونه ولګول. نن امریکا د هغه پر جګپوړي توجیه کوونکي جواد ظریف بندیزونه ولګول. دی هم د خامنه ای د جرمونو او کړنو شریک دی.”
















