(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۰)
د کابل ښار پنځلسمې حوزې مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر یوه پوسته کې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د امنيې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په پوسته کې چاودنه تاييدوي په وينا يې سيمې ته يې هيئت ليګلی او په اړه به يې وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.
د کورنيو چارو وزارت په یاده چاودنه کې د دوو پوليسو وژل کيدل او درې نورو د ټپي کيدلو خبر ورکړی دی.
چاودنه نن سهار د پنځلسمې حوزې مربوط پنجصد فاميلۍ سيمه کې په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې مسؤوليت طالبانو منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، په یاده سيمه کې د پوستې د ننه تکتيکي چاودنه کې پوسته ویجاړه او پکې شپږ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وروستيو کې طالبانو د کابل د اطرافي سيمو سربيره په ښار کې هم پر نظامي کسانو او پوستو خپل بريدونه زيات کړي دي.
















