سیکولران د اسلام نه پخلا کيدونکي دښمنان!!

انجنير عمير وياړ

د شرق او غرب تالي څټې په هر شي کې د ازادي پلویان دي، یوازې د حجاب اغوستلو ازادي نه مني!
د ټولو تخصصاتو او ځانګړو مهارتونو احترام کوي، یوازې د شرعي علم تخصص ته احترام نه لري، بلکې د شریعت پخواني او اوسني ماهرین ټول ننگوي!

ټولو ادیانو او مذاهبو آن خرافاتي او له ځان نه جوړشويو مذهبي ډلو ټپلو ته احترام لري، مګر یوازې اسلام ته نه، د اسلام په اړه د هر ډول نیوکې حق ځان ته ورکوي، بلکې ډېر ځله د اسلام سپکاوی د نظر په ازادي سره تعبیروي.
د ډول خلک د اسلام په عبا او قبا کې د مسلمانانو په لستوڼو کې د خطرناکو مارانو حيثيت خپل کړى نو مسلمانانو ته د دې منحوسو فکر لرونکو پر وړاندې بيدار اوسيدل په کار دي بلکې پر وړاندې يې پياوړې مبارزه کول په کار دي

مربوطه مطالب

Back to top button