سعودي: تردې وروسته مېرمنې کولی شي دنارینه وو له ملاتړ پرته سفر وکړي

کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
سعودي عربستان وایي، تردې وروسته مېرمنې کولی شي دنارینه وو له ملاتړ پرته پاسپورټ او نور ممالکو ته سفر وکړی.
په دې اساس د حکومت په نوي حکم کې ویل شوي چې له دې وروسته هغه مېرمنې چې ۲۱ کاله عمر ولري خپله پاسپورټ ترلاسه او له سعودي بهر تللی شي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې دې برخه کې مېرمنې د نارینه وو اجازې یا ملتیا ته اړتیا نه لري.
په دغه حکم کې چې د حکومت لخوا تېره ورځ صادر شو راغلي چې ښځې د واده، طلاق او د ماشوم د زېږېدو نېټه ثبتولی شي.
له دې حکم وړاندې په سعودي عربستان کې مېرمنو د پاسپورټ او بهرني سفر لپاره اړې وې له خپل محرم کس اجازه واخلي، یا هغه له ځان سره بوځي.
دسعودي عربستان وروستي حیرانونکي اقدامات دیوشمېر اسلامپالو وګړیو له لوري غندل شوي، اودایې حرمینو شریفینو ته دبې احترامۍ په معنا بللي.



