ټرمپ یوځل بيا ويلي چې ژر تر ژره به له افغانستانه ځواکونه اوباسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۲)

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بيا ویلي چې په افغانستان کې يې د ځواکونو شمير کم کړی او هڅه کوي چې ژر تر ژره ټول ځواکونه له دغه هيواده راوباسي.

نوموړي دغه خبرې په سپينه ماڼۍ کې یوې خبرې غونډې ته وکړې.

ټرمپ وايي، د افغانستان خلکو ته احترام لري خو زياتوي اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې له نوولس کلن حضور وروسته بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړي ويلي، چې په نږدې ورځو کې به له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو پر سر توافق وشي.

څو ورځې مخکې هم ټرمپ ويلي و چې څومره ژر کيدای شي بايد ځواکونه يې له افغانستانه را وايستل شي چې بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپیو وويل، د ټرمپ په امر د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو مخکې به د ځواکونو د ايستلو لړۍ پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن خليلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره اتم پړاو مذاکرات پيلوي چې یادو مذاکراتو ته نږدې سرچينې وايي ښايي په دغه مذاکراتو کې دواړه غاړې يوې موافقې ته ورسيږي چې مهم يې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button