نن یو ځل بيا لس بجې د امريکا او طالبانو خبرې پيلېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۲)

ټاکل شوې چې نن د زمري مياشتې په ۱۲ د شنبې په ورځ د امريکا او طالبانو تر منځ اتم پړاو مذاکرات پيل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د قطر مرکز دوحې ته رسيدلی دی.

خليلزاد ويلي، طالبانو سره د سولې یوه د سولې یوه داسې موافقه غواړو چې د امريکايي عسکرو وتل ممکن کړي.

د خليلزاد په وينا، په افغانستان کې د امريکايي عسکرو حضور پر شرايطو ورټول دی دی او ځواکونو وتل به هم د شرایطو سره سم ترسره کيږي.

پرون طالبانو ويلي و چې د دوی له لوري مشکل نه شته که امریکا موافقې ته اماده وي د دوی له خوا خپل کارونه بشپړ شوي دي.

په عين حال کې خلیلزاد هم ويلي، چې دوی یوې ښې موافقې ته چمتو دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد څو شيبې مخکې په یوه ټويټ کې نن د امریکا او طالبانو مذاکرات تاييد کړي په خبره يې چې دغه مذاکرات به نن د دوحې پر وخت لس بجې پيل شي.

داسې ويل کيږي،  ښايي د دغه مذاکراتو په جريان کې د طالبانو او امریکا تر منځ يوه هوکړه هم لاسليک شي.

ځينې سرچينې وايي، چې امکان لري د دغه هوکړې د امضا پر مهال ملګري ملتونه، چین، روسيه، پاکستان او ايران هم د ضمانت ګرو په توګه پکې ګډون ولري.

له تير یوه کال راهيسې امريکا له طالبانو سره په افغانستان کې د جګړې ختمولو او خپلو عسکرو ايستلو پر سر خبرې روانې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button