پروان: پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۲)

په پروان ولايت کې د بهرنيانو پر مهم مرکز “بګرام هوايي ډګر” توغنديزو بريدونه شوي دي.

طالبانو ويلي، چې پر یاده هوايي اډه يې تيره شپه دوه ځلې توغنديز بريدونه کړي چې بهرنيانو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: (تیره شپه دوه ځلې د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، ګڼ توغندي وویشتل شول. اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي).

د بګرام ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، توغندي د بهرنيانو پر ميشت ځايونو لګيدلي خو تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه شته.

طالبان وخت ناوخت د بګرام هوايي ډګر په ګډون د هيواد په بیلابيلو برخو کې د بهرنيانو پوځې اډې تر توغنديزو بريدونو لاندې نيسي چې هغوی ته پکې تلفات اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې دغه تلفات نه رسنيز کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button