د استراليا دفاع وزارت، افغانستان او منځني ختيځ ته د ۲۷۰ عسکرو ليږلو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۲)
د استراليا دفاع وزارت اعلان کړی چې منځني ختيځ او افغانستان ته يې ۲۷۰ تنه عسکر ليږلي دي.
د استراليا دفاع وزير ليندارینالدس له یادو عسکرو سره د مخه ښې پر مهال د هغوی له کورنيو مننه کړې او ويلي يې دي، چې دغه عسکر به په افغانستان او منځني ختيځ کې د شته خطرونو پر وړاندې مبارزه کوي.
افغانستان دا مهال په افغانستان او منځني ختيځ کې د زر تنو په شاوخوا کې عسکر لري چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې دنده پرمخ وړي. چې افغان ځواکونو ته د روزنې، سلا مشورو ورکولو تر څنګ وخت ناوخت په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې هم برخه اخلي.
استراليايي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنایتونوتورن شوي او داسې راپورونه ورکول شوي چې عام خلک يې ځورولي، بې ګناه کسان يې وژلي، زندانيانو سره يې ناوړه چلند کړی او د جګړې قوانين تر پښو لاندې کړي دي.
استراليا هم دغه تورونه مني او تير کال يې ويلي و چې په دې اړه يې څيړنې پيل کړي دي.



