څارونکي بنسټونه: که د ټاکنو کمپاينونه همداسې کمرنګه وي؛ ښايي ټاکنې ترسره نه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۲)
د افغانستان پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، پر ټاکنو او نوماندانو د خلکو د بې باورۍ له امله د ولسمشرۍ انتخاباتو کمپاينونه ساړه او کمرنګه دي.
د افغانستان د شفارو ټاکنو د بنسټ اجرائيوي مشر نعيم ایوب زاده وايي، که د ټاکنو فضا لکه د اوس په شان همداسې سړه او بې خونده وي، د دې امکان شته چې بيخي ټاکنې ترسره نه شي.
د ایوب زاده په وینا، که په دغه وضعيت ټاکنې هم ترسره شي نو امکان لري چې د یوه بحران سره مخ شي.
د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې د هيواد په څلور ديرش ولایتونو کې يې د ټاکنو په اړه له خلکو سره مرکې کړي زياتوي پر نوماندانو د خلکو بي باوري، پر ټاکنو د نوماندانو بې باوري او د ټاکنو پر پايلو د خلکو او نوماندانو بې باوري هغه لاملونه دي چې ټاکنيز کمپاينونه يې کمرنګه کړي دي.
تر دې وړاندې په راپورونو کې ويل شوي چې د تيرو ټاکنو پايلو خلک پر انتخاباتو بې باوره کړي او اوس د کابل په شمول د هيواد په ډیری ولايتونو کې خلک زړه نه ښه کوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
له یوې اوونۍ زياته موده کيږي چې افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو کمپايونهپيل شوي شوي خو تر اوسه د اتلس نوماندانو له جملې یوازې څلور تنو خپل کمپاينونه پیل کړي دي.


