د مسلمیار په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی

د مسلمیار په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تلل
کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱زمری، ۱۳۹۸)
د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په مشرۍ یو پلاوی نن د ایران پلازمېنه تهران ته روان شو.
له مسلمیار سره په دې سفر کې نور لوړپوړي چارواکي هم ملکرتیا کوي.
یاد پلاوی به هلته له لوړپوړو ایراني چارواکو سره لیده کاته وکړي او په دوو اړخیزو مسائلو به سره وغږیږي.
د مشرانو جرګې له لوري خپره شوې اعلامیه په ډاګه کوي چې له افغانستانه تللی هیئت به هلته د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه یي، له و لسمشر حسن روحاني، د ایران د اسلامي شوری د مجلس له مشر علي لاریجاني او د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف او یو شمیر نورو حکومتي چارواکو سره لیدنې ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه خواوې به د پارلماني اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ او پانګونې پر ډیریدو، د افغان کډوالو پر ستونزو او یو لړ نورو مسائلو بحث سره وکړي.



