کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۵ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ارګ اوټاکنو کمیسیون دوسلوالو طالبانو وروستي ګواښ ته غبرګون ښودلی، او پرخپل وخت یې دټاکنو دترسره کېدو او ددې پروسې دشفافیت ډاډ ورکړی.
ارګ داغبرګون د طالبانو له لورې د ټاکنو د ګډوډولو تر ګواښ وروسته ښودلی او وایي، افغان ځواکونه به هیچا ته د دې پروسې د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.
له ارګه په خپرې شوې دې خبرپاڼه کې راغلي، د رایو له لارې د خپل زعیم ټاکل د ټولو افغانانو شرعي او قانوني حق دی او دې ملت په وار وار ثابته کړې ده چې د خپل حق تر لاسه کولو په برخه کې د هیچا له ګواښه نه وېرېږي.
سرچینې زیاته کړې، د طالبانو د ادعا برعکس چې اوس په قطر کې له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي، د ټاکنو بودجه د افغانستان دولت خپله تامین کړې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو په لاس کې دی.
سرچینه کاږي، دولتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت خوندي کولو ته پوره چمتوالی لري او د ټاکنو له اړونده بنسټونو نه یې غوښتنه کړې چې پر خپل ټاکلي وخت ټاکنې ترسره کړي.
بلې خوابیا دټاکنو کمیسیون دطالبانو خبرداری داندیښنې وړ بللی، له حکومت یې دخپلو کارکونو دامنیت غوښتنه کړې او پر خپل وخت یې دټاکنو تر سره کېدل غوښتي.















