څارنوال حشمت عبيدي
په هېواد کې چې زياترو حکومتي ودانيو ته ورشې نو يو خوا او بل خوا به دا سپيڅلى شعار گرې چې وطنه مور يې زمونږ خو متآسفانه د داسې پليتو لخوا پورته شوى چې عملا يې همدغه خپل مور د شين سترگو امريکايانو په لاس ورکړې او برسېره پر دې پر هغه چا هم گوزارونه کوي څوک چې د شين سترگو له پليتو لاسو نه د خپلې مور د ژغورلو هڅه کور نو معنا دا شوه چې خپله مور په هغو پليتو خلکو ساتي چې هغوى په د خپلو مورگانو عزت ته هم اعتنا نلري
هيواد يا خاوره خو رښتيا هم د مور يا ناموس حيثيت لري نو بيا دا لاسپوڅي ولي د خپلې مور ځمکه او هوا د وحشي صفته انسانانو په لاسو کې پريښې؟ دې ډرواغجنو شعار ورکوونکو خپله مور پخپله سپکه کړه او لاس، پښي، سر، تيان او د بدن نوري برخي يا اندامونه يي پري يا ټوټه ټوټه کړل او د امريکا په شمول د ناټو په څلويښتو عيسوي مذهبه هېوادونو يي ليلام کړل؟
د مور سپکاوي يا د مور په سر له روس امريکا او ناتو سره معاملي او دلالي کول به د داسې خلکو افغاني اصالت پرښى وي؟ دا د مور ساتونکي نه بلکه پخپله پلورل شوي بيغيرته غله غاصبين قاتلين او پردي جاسوسان دي چي خپله مور يي هم پخپله او هم پر شين سترگو بادارانو لوټ کړې.
دا مور خرڅوونکي که چيري د خپلې مور د خدمت کولو کومه برنامه لري بيا دې په عمل کې ثابته کړې نه د خلکو د غولولو لپاره پر دړو او ديوالونو په کاذبو شعارونو ليکلو سره او نه د خلکو په سترګو کې د نورو خاور شيندلو سره
همدا راز ملت بايد د رښتينو او کاذبو ادعا کوونکو تر مينځ توپير ته متوجه وي خيانت او جنايتونه هيواد ته کمونست ګوند، غرب مشربانو، او له جهاد نه منحرفو گوندونو کړي دي چې په اصل کې يې خپله مور خرڅه کړې او لا سپيڅلي شعارونه هم پورته کوي.















